کرزی: د بهرنيو ځواکونو نشتون کې هم ښه حالت کې یو، افغان ځواکونه وطن ساتلی شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې امریکا افغانستان ته تندروۍ د ختمولو او په جنګ ځپلي هېواد کې د استحکام لپاره راغلې وه خو نږدې د شلو کلونو وروسته په دواړو مقاصدو کې ناکامه شوې ده.

د حامد کرزي په خبره، مونږ ټول افغانان خپله ناکامي تسلیموو خو نړیوالې قواوې چې له کوم خاص مقصد لپاره دلته افغانستان ته راغلي وو نو پوښتنه یې وکړه چې دوي اوس مونږه په څه حال کې پرېږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ ټول افغانان به د نړیوالو ځواکونو په نه شتون کې هم په ښه حالت کې یو او افغان ځواکونه له خپل هېواد دفاع کولای شي.

حامد کرزي همدا راز ویلي، چې د نړیوالو په شتون کې مونږ افغانان اوسنی له ناورین او تکلیف څخه ډک ژوند نور نه غواړو او د نړیوالو به دا له افغانستان سره ښېګڼه وي چې دوی افغانستان پرېږي.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ سپینې ماڼۍ امریکا ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د ورتګ خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې ولسمشر بایډن به د جون ۲۵مه غني او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایي.

د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

اعلامیه وړاندې لیکي: «د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.»

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له حکومت سره ژورې اړیکې ولري چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریکا ته ګواښ پېښ نکړي.

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې امریکا د سولې د روان بهیر کلکه ننګه کوي او «ټولې افغانې ډلې هڅوي چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو» کې برخه واخلي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غني د ورتګ خبر ورکوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستې او ورځ تر بلې د ولسوالیو د سقوط کېدو خبرونه ورکول کېږی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي