په کابل کې د تېر ماښام دوو پرله پسې چاودنو ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه چاودنې تېر ماښام د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وشوې.
لومړۍ چاودنه پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده خو دویمه چاودنه پر یوه کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر وشوه.
په دواړو چاودنو کې لس کسه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
تر اوسه ددغه پېښو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
همدا راز د کابل په شمال کې هم یوه چاودنه شوې چې د برېښنا د یوې پایې د نړېدو سبب شوې او د کابل برېښنا یې پرې کړې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړې او تاوتریخوالي زور اخیستی.
تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
راپور کې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه د ملکي وګړو پر وژنه تورن شوي او زیاته شوې چې د سولې خبرو سره هممهاله د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده او ښکېل اړخونه باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.