ډیجیټل ژورنال: ناټو ښایي د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي

سپینه تجريدي ډیزاین

ډیجیټل ژورنال د نظامي او امنیتي تحلیلوونکو له خولې په یوه مقاله کې لیکلي دي په افغانستان کې وضعیت هسې نه دی روان لکه ناټو او امریکا یې چې تمه لرله.

د سرچینې په خبره ټاکل شوې وه چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې مذاکرات مخ ته یوسي، تاوتریخوالی کم شي، د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي او افغانستان له دایمي ثبات برخمن شي، نو له همدې امله ښایي ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور پيدا کړي، ځکه طالبانو یې پر ژمنو عمل نه دی کړی او په افغانستان کې جګړه لا هم روانه ده.

بلخوا ټاکل شوې چې د ناټو ددفاع وزیران نن او سبا د افغانستان او نورو مسایلو په اړه غونډه ولري.

تر دې وړاندې بیا طالبانو ویلي چې دوی پر هوکړه عمل کړی دی او امریکایي ځواکونه باید ژر تر ژره له افغانستان ووځي.

یاد ژورنال داسې مهال دا خبره کوي چې تېره ورځ د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي.

د سټولټنبرګ په خبره د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.

هغه ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه د جګړو پای ته رسول او تاوتریخوالی کمول دي چې طالبان یې باید عملي کړي.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي او ناټو سرتېري به هم تر هغه له دې هېواد نه وځي چې د ترهګرۍ خطرونه ختم شوي نه وي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي