چین وايي په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له نوي حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکوي.
د مسکو په غونډه کې د چین استازي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د دایمي ثبات او امن راوستلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
دده په وینا له افغانستان سره په مرسته ټولې سیمې ته امن او ثبات راتللی شي.
هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په وروستیو کې په افغانستان کې ترسره شوي ښه فعالیتونه او کړنې وستایي او ملاتړ یې وکړي.
چین یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو ددې تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي.
د چین استازي دغه راز ویلي چې افغانانو ته باید په خپل هېواد کې په خپله خوښه د حکومت جوړولو اجازه ورکړل شي.
په ورته وخت کې ترکمنستان وایي په افغانستان کې د دولت جوړول د افغانانو خپل حق او صلاحیت دی.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د مسکو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان په تړاو د بې طرفۍ اصل ته درناوی لري او تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او په وینا یې افغانان حق لري چې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.
ترکمنستان تمه څرګنده کړې چې افغانستان وکړی شي له دې سختې مرحلې په بریالۍ توګه تېر شي.
ترکمنستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.