چین یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.
په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او پر بېلو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.
د چین سفیر ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې دلته دایمي سوله او ثبات تامین شي.
چینایي لوري همدا راز د مرستو د پراختیا ډاډ ورکړی دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا له دغه هېواد مننه کړې چې له افغانستان سره مرسته کوي، خو وایي دا مرستې دې پراخې شي.
هغه همدا راز ویلي، چین دې له افغانستان سره د رسمیت پېژندلو په مسئله کې هم همکاري وکړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ روسي رسنیو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله راپور ورکړی دی چې روسیه او چین د افغانستان په اړه ګډ نظر لري.
لاوروف زیاته کړې ده چې مسکو او پکن د افغانستان ستونزو ته رسېدګي خپل لومړیتوب بولي او دواړه هېوادونه به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې یو له بل سره له نږدې کار وکړي او د مرکزي اسیا ځانګړې توګه د افغانستان ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي.
هغه ټینګار کړی دی چې مسکو په افغانستان کې وضعیت تر ژور څار لاندې لري او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې وضعیت سم لوري ته سوق کړي څو نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه په ارام شي.