چین ته د جلغوزیو صادرات نن بېرته پيليږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

نن له افغانستان چین ته د جلغوزیو صادرات پيلېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې نن به د افغان سوداګرو د جلغوزیو لومړۍ بسته د هوايي کارګو له لارې چین ته ولېږدول شي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ددغه صادراتو په اړه د روانې میلادي میاشتې په شپږویشتمه په دوحه کې هوکړه شوې وه.

جلغوزي چین ته د افغانستان مهم صادرات ګڼل کېږي چې روان کال یې د څو میاشتو لپاره په صادراتو کې ځنډ راغلی و.

خو اوس چین ژمنه کړې چې د جلغوزیو تر څنګ به د افغانستان نورو صادراتو ته هم لار پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي