چین د خپلو تېرو بشري مرستو پر دوام له افغانستان سره د میلیونونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستې اعلان کړی دی.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته کوي.
هغه زیاته کړې ده چې دوی به دغه مرستې د را روان ساړه ژمي تر راسېدو مخکې افغانستان ته ولېږدوي څو تر یوه حده وکولی شي په افغانستان کې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
چین له افغانستان سره دا مرسته وروسته تر هغه اعلانوي چې ملګرو ملتونو ویلي چې که چېرته له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي نو دغه هېواد به د ټولو سخت بشري ناورین تجربه کړي.
د یادونې ده چې نن چین تازه له افغانستان سره د یو میلیون کویډ ۱۹ ضد واکسینونو مرسته کړې ده.
په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن سهار یې د بیجنګ په هوایي ډګر کې د چین د حکومت څخه دغه واکسین او ۱،۵ میلیونه سرنجونه تسلیم او د هوا له لارې افغانستان ته رالېږلي دي.
جاوېد قایم وایي، چې چین به په نږدې راتلونکې دغه ډول نورې مرستې هم وکړي.
بلخوا د هېواد په شمالي بندر حیرتان کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تازه د چین د خوراکي او نورو ژمنیو توکو شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دغه بندر ته رسېدلې دي او ژر به له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.
په مرستو کې خوراکي توکي، اغوستنتونکي او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي.