د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، افغانستان اقتصادي مرستو ته اړتیا لري، خو لومړی باید امریکا او ناټو چې له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې حضور درلود، مرستې وکړي.
نوموړي ویلي اوس باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او دا مرستې باید تر ټولو لومړی د هغو هېوادونو له خوا ورکړل شي، چې د افغانستان اقتصاد او ټولنې ته یې ستر زیان رسولی دی.
پوتین ویلي که د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې نه شي، نو افغانستان به له قحطۍ او نورو سختو ستونزو سره مخ شي، چې ګاونډي هېوادونه به هم اغېزمن کړي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان د اقتصاد د غښتلي کېدو په موخه د ۸ ملیارده ډالرو بودجې د چمتو کولو پلان لري.
د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه د را روان کال لپاره په افغانستان کې د خدماتو د وړاندې کولو او مرستې په موخه د ۸ ملیارده ډالرو د بودجې پر پلان کار کوي.
د دې پلان له مخې په ښوونځیو کې د ماشومانو د سالمو خوړو، د کار روزګار پيدا کول، ګاونډویو ته د افغانستان د برېښنا پور تادیه او د حکومتولۍ سیسټم بیارغونه شامل دي.
دا مرسته له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو سربېره پلان شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامیز الکباروف ویلي، چې افغانان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی، دا سازمان نه غواړي په افغانستان کې په یوه بدیل دولت واوړي خو په ډاګه کړې يې ده، چې دغه بنسټ ته د سیسټمونو ملاتړ مهم دی، نه د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول.
د راپور پر اساس، د طا لبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد څلوېښت سلنه لوېدلی دی.
د ملګرو متلونو په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان نیم نفوس له لوږې سره مخامخ دی.