پوتین: جو بایډن ته مې افغانستان او عراق کې د ملکیانو د وژنې پیغور ورکړو

رنګین تجريدي ډیزاین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې بایډن سره یې لیدنه ګټوره وه.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بایډن ورته د قاتل ویلو له امله ورنه بښنه وغوښته او کنه وویل، ده په دې اړه چې په رښتیا قاتل څوک دی له بایډن سره خبرې کړې دي.

پوتین د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، بایډن ته یې په افغانستان او عراق کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له لوري د بې ګناه ملکي وګړو وژنه وریاده کړې ده او ورته ویلي یې دي چې د یو واده پر مراسمو برید کې ۱۲۰ کسان هم وژل شوي دي، څه یې بولئ، مسوولیت یې د چا پر غاړه دی، اوس نو ووایاست چې قاتل څوک دی.

وروسته تر هغه چې یوې امریکایي رسنۍ وویل چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر سر طالبانو ته انعام ورکړی دی، بایډن په خپله یوه وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قاتل بللی و، چې دې څرګندونو یې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ټولو ډېرې ترینګلې کړې.

په ورته وخت کې د امریکا د کانګریس غړو بایډن ته خبرداری ورکړی چې باید د افغان ژباړونکو په وینو خپل لاسونه سره نه کړي.

د امریکا د کانګریس غړي مایکل والټز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۱۸ زره افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې پروسه چټکه کړي.

دده په خبره که بايډن پر وخت دا اقدام ونه کړي نو ددغه کسانو په وینو به یې لاس سره شي او طالبانو به ګواښونه ورته جوړ کړي.

مایکل ویلي دمګړی افغان ژباړنو ته د وېزې د ورکړې پروسه خورا ټکنۍ ده نو له همدې امله یې د چټکولو او پراخولو جدي اړتیا لیدل کېږي.

د امریکا د کانګریس غړو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د بایډن اداره باید د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې پروسه چټکه کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي