غني خلیلزاد ته: سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

سرچینه وايي، په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه جمهوررئیس ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې؛ جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.

هغه ویلي؛ سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.

زلمی خلیلزاد نن له غرمې مخکې کابل ته رارسیدلی دی.

هغه له دې وړاندې له تالب استازو او د یو شمیر نورو هیوادونو له استازو سره هم لیدلي دي.

دا چې په دې ناسته کې به خلیلزاد افغان حکومت ته کوم مهم معلومات راوړي وي، ارګ یې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل شوي چې د خلیلزاد اوسنۍ هڅې د استنابول ناستې د ترسره کیدو لپاره دي چې دوه ځل یې نیټه وځنډیدله.

 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ