په ننګرهار کې (موږ امن غواړو) په نوم د کرکټ میله پیل شوه !

سپینه تجريدي ډیزاین

د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د کرکټ سیالیو میله پیل شوه، چې پکې به د کرکټ بېلابېلې لوبډلې ولوبیږي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ کرکټ ۱۲ اوریزه سیالیو ټورنمنټ پیل شو، چې د ۱۵ ورځو لپاره به دوام وکړي.
دغه ټورنمنټ (مونږ امن غواړو) تر سرلیک لاندې د درې ځوانانو (عزیز دا دا، حُبیب امیري او همیم خان) لخوا جوړ شوی دی، چې د دوي په وینا له دې ټورنمنټ جوړلو څخه یې موخه د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ته د تفریح ورکول او ځوانان د کرکټ د لارې سره یو کول دي.

د دې ټورنمنټ د پرانیستې په مراسمو کې یو شمیر چارواکو، د مدني ټولنو مسولینو، د کرکټ لوبغاړو، د رسنیو همکارانو او ګڼ شمیر نندار چیانو ګډون کړی و.
د پرانیستې پر مهال د خوست پخواني والي حمیدالله قلندرزي په خپلو خبرو کې وویل: «کرکټ هغه لوبه ده، چې ټولو افغانانو ته یې د خوښۍ ترڅنګ په نړیواله سطحه نیک نامي وربښلې ده او افغانان یې د نړیوالو لوبډلو سره سیال کړل»
نوموړي همدا رزا وویل، کرکټ کې دې هیڅوک د تعصب، سمت پالنې او سیاسي کیدو اړخ ته د وړلو هڅه نه کوي، ځکه کرکټ یوازنۍ لوبه ده، چې په اوسني وخت کې یې د هېواد والو ترمنځ د یووالي رامنځته کیدو سربیره د افغانانو پر مخ موسکا خپره کړې ده.
د پرانیستې په دې مراسمو کې یو شمیر د مدني ټولنې مسولینو د کرکټ په ډګر کې د ځوانانو څخه خپل هر ډول ملاتړ اعلان کړ او دوی ته یې وعده ورکړه، چې ترڅنګ یې ولاړ دي.

د امن غواړو تر سر لیک لاندې د جوړ شوي ټورنمنټ مسولینو په وینا دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، په لمړي راونډ کې به هره ورځ ۴ سیالۍ ترسره کیږي او هره لوبډله چې بریا خپلوي؛ مخکې پړاو ته به رسیږي، خو بایلونکې لوبډله به د نیک اوټ سیستم له مخې د ټورنمنټ څخه بهر کیږي.
د معلوماتو له مخې د ټورنمنټ لمړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو موټر سایکل او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته یو بایسکل په ډالۍ کې ورکول کیږي.
د ختیځ کرکټ اکاډمۍ مسول ډاکټر عزیز ښیوه وال وايي، په دې سیالیو کې د کرکټ د ملي، ۱۹ کلنې او یو شمیر نورو لوبډلو لوبغاړي هم ګډون لري، چې د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق به د ختیځ کرکټ اکاډمۍ لوبډلې سره ولوبیږي.

دا لمړی ځل نه دی چې په ختیځ ننګرهار کې دغه ډول د کرکټ سیالیو میله پیلیږي؛ بلکې له دې وړاندې هم په همدې لوبغالي کې د رمضان جام، د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې، وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ او د رسنیو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په نامه بېلابېل ټورنمنټونه په نوبت سره ترسره کیږي.