
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
ټام وېسټ زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی.
ټام وېسټ پر خپل تویټر لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دې اوونۍ په سر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم دوه ورځې غونډې وکړې.
په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هارش واردان شرینګلا هم د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له استازي توماس نیکلسن سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په چارو کې پر همکاریو او بشپړې همغږۍ هوکړه کړې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف روسیې ته تللی دی او پاکستاني چارواکو ویلي چې روسیې ته د یوسف د سفر تر ټولو مهمه اجنډا پر افغانستان خبرې اترې دي.