ټام ويسټ: نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه عمل وکړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ وايي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه او په يوه غږ عمل وکړي.

نوموړي په پاکستان کې د ترویکا له پرونۍ غونډې وروسته ويلي، چې په غونډه کې ټينګار شوی څو طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته مجبوره کړل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ترویکا غونډه کې‌ وويل، چې هيڅ هيواد په افغانستان کې کورنۍ جګړه او د روان بشري ناورين دوام نه غواړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له اوسني وضعيت څخه د وتو لپاره له طا لبانو سره د نړۍ تعامل ضروري دی.

د ترویکا غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې له طا لبانو سره په تعامل کې ووسي څو هغوی منځلارې پالیسي ګانې عملي کړي او په دغه هیواد کې هوساینه او ثبات ډیر ژر رامنځ ته شي.

د یادونې ده چې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له اسلام اباد څخه په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دوی د پاکستان، روسیې، چین او امریکا له استازو سره کتلي دي او په ډېریو برخو کې یې پر مهمو موضوعاتو مثبتې خبرې اترې لرلې دي.

هغه ویلي چې د ترویکا پلس غړو هېوادونو د امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او حکومتولۍ برخه کې د افغانستان ا.ا هڅې ستایلې دي او د همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې دوی په یاده ناسته کې د افغانستان د ملي شتمنۍ پر ازادېدو هم ټینګار کړی دی او دغه راز یې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګریزي پراختیا او دې برخه کې د موجوده ستونزو پر له منځه وړلو هم خبرې کړې دي او دوام به ولري.

متقي ویلي چې دوی به د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره خپلو لیدنو ته دوام ورکړي او هیله یې څرګنده کړې ده چې دغه ناستې او لیدنې به مثبتې پایلې ولري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي