خوست کې د اختر ځانګړي دودونه

په خوست ولايت کې د اختر د مېلو او لمانځنې دودونه د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله لږ توپير لري. د دوی يو دود دا دی چې ځوانان د اختر په ورځو کې د یو و بل کورونو ته ورځي او په ټولو کي وريژي خوري.
په خوست ولايت کې د اختر په سهار خلک جومات ته ځي او تر لمانځه وروسته هلته يو له بل سر د اختر مبارکۍ کوي او چای څښي، وروسته بيا کورونو ته ځي نوي کالي اغوندي او د اختر لمانځه ته ځي.
په خوست ولايت کې نوي ځوانان چې په خوستۍ لهجه «ژڼي» بلل کيږي، د اختر د مخه لا په دې بوخت وي چې د سونګ بېلابېل توکي، لکه اغزي، خزلې او د موټر زاړه ټايرونه راټول کړي، چې بيا د اختر په شپه ورته اور ورته کړي.
دې ته په خوست کي مرګند وايي، چې له ډېر پخوا راهيسې دود دى او په دې وروستيو کې لږ زيانمن شوى او د نا امنيو له وجې په ټولو سيمو کې نه ترسره کيږي، په ځينو کليو پورې محدود شوى دی. د مرګند په شپه تر ټولو دا ډېر خوندور وي، چې کوچنۍ نجوني درياګي وهي او ژڼي بيا باروت او پټاکۍ چاودي.

په خوست ولایت کې د مرگنډ شپه:

مرګند تر ټولو خوندور دود دى، چې ځوانان پکې ډېر ساتيروي او تر هغه مرګند ته ګرځي، چې اور نه وي مړ شوى. ځنيې کوچنۍ نجونې بيا سره لاسونه، په وړو ژبو اختريزې سندرې وايي او درياګۍ وهي.
په وخوست کې يو بل دود د اختر تر لمانځه وروسته په څو کورونو ګرځي د اختر مبارکي کوي او هغه ډوډۍ خوري چې ورته تياره شوې وي.
يو بل دود چې په خوست کې ډېر مروج دى، هغه دا دى، چې په کليو کې کورونه په برخو ويشل کيږي او هره ورځ کليوال مشران او ځوانان پر دريو کورونو، ګرځي او په هر کور کې لږ لږ وريژې خوري، په دې چې د بل کور وريجو ته هم په ګېډه کې ځاى پريږدي.

د اختر تر لمانځه وروسته کليوال:

خوستي ماشومان بيا د اختر په سهار نوي کالي اغوندي، د کورنۍ د مشر، پلار او نيکه له لوري ورته د اختر «منډيۍ» په نوم يوه اندازه پيسې ورکوي او بيا دغه ماشومان په يوه او بل کور ګرځي او له زړو ښځو د اختر مبارکي غواړي.
له دغو دودونو سره اختر په خوست ولایت کې څلور ورځې لمانځل کيږي. د خوست په ځينو سيمو کې د قومي تړونو پر اساس تر څو ورځو پورې اختر په کنسرتونو، ملي اتڼو او د يو شمېر نورو مېلو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي.




وروستي مطالب