وکیلان: د ولسوالیو پر سقوط د حکومت چوپتیا د جدي اندېښنې وړ ده

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ولسي جرګې غړو په هېواد کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده او امنیتي ادارې یې په بې کفایتۍ تورنې کړې دي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې ده او وایي چې ولس د ځواب په تمه دی.

وکیلانو وویل داسې ښکاري چې د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده.

د ولسي جرګې غړي وایي د حکومت مسوولیت دی چې ژر تر ژره خلکو ته د روان وضعیت په اړه سپیناوی ورکړي.

د ولسي جرګې غړو دغه راز په امنیتي ادارو کې وروستۍ ګومارنې او ادلون بدلون هم د خندا وړ بللی دی او په خبره یې حکومت یوازې ثابتې شوې او تکراري څېرې چې پخوا یې هم لاس ته راوړنې نه دي لرلې له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلوي او پر نوو څوکیو یې ګوماري.

دوی همدا راز له ولسمشر وغوښتل چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي او د امنیتي ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.

دوی داسې مهال دا خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس له لوېږي خو حکومت چوپه خوله دی.

د یادونې ده چې تېره شپه وسله والو طالبانو د بغلان دوشي او جیلګه ولسوالۍ نیولې دي.

د دوشي ولسوال، صاحب داد غفوري وایي طالبانو پر دوشي ولسوالۍ حمله وکړه او څو ساعته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه، خو له مرکزه له دوی سره مرسته ونه شوه له همدې امله یې کیهان درې ته شاتګ کړی دی.

په ورته وخت کې سرچینې وایي چې د جیلګې ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په ولسي جرګه کې د بغلان استازو هم د یادو ولسوالیو سقوط تایید کړی دی.

د ځینو راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد ۱۵ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي