ولسمشر غني: طالبان د ناروا جګړې په زور نه بریالي کېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ولسمشر غني یو ځل بیا وویل چې طالبان به د زور له لارې خپلو موخو ته و نه رسېږي.

ولسمشر چې نن یې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په ارګ کې خبرې کولې وویل، چې دوی سولې ته ژمن دي خو د طالبانو جګړې په دې مانا دي چې دغه ډله پر مذاکراتو باوري نه ده.

د ولسمشر په خبره د افغانستان، سیمې او نړۍ اسلامي علماوو ټولو په ځلونو په افغانستان کې د طالبانو جګړه نارووا بللې ده او په خبره یې دا جګړه هېڅ ډول دیني بنسټ نه لري.

ولسمشر غني وویل چې د افغانستان دیني علما او د سولې په مذاکراتي پلاوي کې شته عالمانو په ځلونو له طالبانو سره د جګړې پر سر دیني بحثونه کړي او دوی ته یې واضح کړې چې جګړه یې دیني اړخ نه لري.

ولسمشر ټینګار وکړ چې که طالبان سوله نه کوي او پر جګړو ټینګار کوي نو افغان حکومت به یې هم پر وړاندې مقاومت سخت او جګړې پیاوړې کړي.

هغه د طالبانو پر ضد د لا ډېرو پراخو عملیاتو خبرداری ورکړ.

ولسمشر غني پر ځوانانو، مېرمنو او عامو افغانانو غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتي او اجازه ور نه کړي چې هېواد له اوسني وضعیت شاتګ وکړي.

په ورته وخت کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې د افغانستان پر وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

موریس په خپلو خبرو کې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو له لوري، د ملکيانو، ښځو، ماشومانو او بې دفاع وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.

هغې زیاته کړې چې طالبانو د سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او باید پر ژمنو عمل وکړي.

په دې مکالمه کې همدا راز د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او تر څنګ یې په کابل کې د استرالیا پر دایمي دیپلوماتیک حضور هم خبرې شوې دي.

همدا راز په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو پر جنګي جنایتونو او ددغه جنایتونو د پلټنې په اړه هم خبرې شوې دي او استرالیا ددې قضیو د څېړلو په برخه کې د ځينو پرمختګونو خبر ورکړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي