هند: ګڼ هېوادونه د افغانستان په تړاو کنفرانس کې ګډون کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

هند وايي روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون ډاډ ورکړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هندي چارواکو ویلي چې په دې کنفرانس کې د پاکستان د نه ګډون پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده.

هندي چارواکو ویلي پاکستان په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی نه دی، نو ځکه یې دغه ډول پرېکړې د وړاندوینې وړ دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون ډاډ ورکړی دی او دوی به د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

هند د روانې میاشتې په لسمه نېټه په نوي ډهلي کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړوي.

ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، راتلونکې او بشري مرستو خبرې وشي.

د یادونې ده چې پاکستان په هند کې د افغانستان په تړاو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه کوي.

د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په تازه څرګندونو کې هند تورن کړی چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي نو ځکه دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

دغه پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کړی چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بله لار نشته دی.

معید یوسف وايي دوی اړ دي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

هند اعلان کړی چې د افغانستان په اړه به د سیمې د هېوادونو، چین، تاجکستان، روسیې او ازبکستان کنفرانس جوړوي او هلته شته اندېښنې له دوی سره شریکې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي