
يوه مېرمنه ډاکټر/ روغتیاپال ته راغله او ورته يې وويل:
نه پوهېږم تل ستړې او خواشني يم، او ځان راته د دنيا تر ټولو بدمرغه ښځه ښکاري.
ماته څه ډول درمل راکوې؟
ډاکټر له لږ فکر کولو وروسته وويل:
”ستاسو د علاج لپاره يوازې يوه لاره شتون لري، هغه دا چې ته د خپل کلي د پنځو نېکمرغه مېرمنو له کورونو يوه يوه ډبره راوړه، خو په دې شرط چې ته بايد پوه شې چې رښتيا هم دا مېرمنې نېکمرغه دي.
مېرمنه لاړه، او د درې اوونيو وروسته بيرته راستنه شوه، خو دا ځل اصلا د پخوا په شان نه وه.
روغتياپال ته راغله وروسته يې وويل:
د پنځو مېرمنو په ځاى مې د پنځوسو مېرمنو پلټنه وکړه، چې فکر مې کاوه د نړۍ خوشاله مېرمنې دي، خو دا راته جوته شوه، چې له دې ټولو مېرمنو زه نېکمرغه او خوشاله يم.
نوټ: د ژوند ناخوالې دومره مه اخلئ، چې ځان د نړۍ بې وسه موجود حس کړئ، بلکې په دې نړۍ کې داسې خلک شته، چې تاسو ورته د نېکمرغۍ خزانه ښکارئ.