
د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده.
د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي.
نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره کېدل د اندېښنې وړ ده او د بیان ازادۍ، معلوماتو ته لاسرسي او د رسنیو فعالیت په برخه کې ستر زیان دی.
دغه بنسټ په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د نه خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي، چې د خبریالانو وهل ټکول او د یوې رسنۍ سوځول، معلوماتو ته د ښاریانو لاسرسی محدود کړی دی.
د یادونې وړ چې وړاندې تر دې ویل شوي و، چې د طالبانو د راتګ سره نږدې ٧٠ سلنه رسنۍ له کار لوېدلي دي.