نیکې هیلي وايي، ټرمپ سره د یارانې تهمت خپه کړې یم

رنګین تجريدي ډیزاین

ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو ځانګړې استازې نیکې هیلي وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره شخصي اړیکو او یارانې تور پرې بې اساسه لګیدلی. هغه وايي، دا ډول تهمتونه سپکوونکي او خواشینوونکې دي.
په نیکې هیلې د ولسمشر ټرمپ سره د یارانې تور د “اور غوصه: ټرمپ د سپینې ماڼې د ننه” کتاب لیکوال میخایل ولف لګولی دی.
د کتاب لیکوال په خپل کتاب کې لیکي، چې نیکي هیلي د ولسمشر ټرمپ خوښیږي؛ هغې کې یې همیشه دوه سترګې ګنډلې وي او خپل زیات وخت نیکي هیلي ته ورکوي.

Trump Horo 10 e1493058499763 نیکې هیلي وايي، ټرمپ سره د یارانې تهمت خپه کړې یم
ټرمپ، نیکي هیلي او نور امریکايي چارواکي

نیکي هیلي چې د امریکا وتلې سیاستمداره ده، مور او پلار يې اصلا د هندوستان دي، چې بیا وروسته امریکې ته تللي او هملته استوګن شوي.
لیکوال ادعا کوي، چې ډونالډ ټرمپ د نیکې هیلې سره د هغې په سیاسي مستقبل کې هم مرسته کړې ده.
هیلي په خپلو وروستیو څرګندونو کې چې تیره پنجشنبه يې د “د سیاسي ښځو د واکمنۍ” په نوم انټیرنیټي خپرونه کې کولې، وویل، چې په والف له لورې په دې لګیدلي تورونه بې اساسه، سپکوونکې او خواشینوونکي دي.
هغې وویل:
“زه یو وخت په [هوايي ځواک اول] اطاق کې وم؛ خو زه هلته یوازې نه وم. هلته نور هم ډير خلک وه. زه ولسمشر ټرمپ سره اوس هم په سپینه ماڼۍ کې د هغه په دفتر کې د خپل سیاسي راتلونکې په اړه خبرې کوم؛ خو ما هیڅکله هم د ولسمشر سره د خپل شخصي راتلونکې په اړه خبرې نه دې کړي او نه هم زه له هغه سره یواځې په خونه کې د ننه شوې یم.”
میرمن هیلي وویل، چې ځينې واړه خلک ددې په څير لوې سیاستمدارې میرمنې نشي زغملای، نو ځکه پرې دا ډول بې اساسه تهمتونه لګوي.
cf05ed567074022e21a1ea1717fff85c نیکې هیلي وايي، ټرمپ سره د یارانې تهمت خپه کړې یم
ولسمشر ټرمپ د ستړې مه شې پرمهال، نیکي هیلي ښکلوي

هغه زیاتوي:
“زیات شمیر نارینه ښځو ته احترام لري؛ خو یوه کوچنۍ ډله خلک شته، چې خپل کار ته ژمنې، بریالۍ او زروړې میرمنې نشي زغملای او د هغوی په وړاندې نفرت ښيي. او دوی ستاسې د کمزوري کولو همدا یواځینې لار بولی.”
ښاغلي والف د ټرمپ د ادارې په اړه د اور او غوصې په نوم کتاب تازه خپور کړی، چې تر اوسه ۱.۷ میلونه ټوکه پلورل شوی دی.
نیکي هیلي ۴۵ کلنه ده، په ۱۹۹۶ کال کې يې د میخایل هیلي سره واده وکړ. د هغې خاوند یو پوځې افسر دی او په ۲۰۱۳ کال کې د یوه کال لپاره افغانستان ته په ماموریت هم راغلی و. دوی دواړه دوه ماشومان – یو ځوی او یوه لور لري.
نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده. هغه د ولسمشر ټرمپ د زیاتو پریکړو سره موافقه ده او د شمالي کوریا په مسایلو کې د ټرمپ کلکه ملاتړې ده.