نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته اډې ورکوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا په دې لټه کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښتنه کړې ده چې پاکستان هم په مشروط ډول منلې ده.

راپور کې وړاندې راغلي، د CIA مشر څو څو ځله د همدې هدف لپاره اسلام اباد ته پټ سفرونه کړي او ددې هيواد د دفاع وزير لويد اسټين هم له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

راپور وړاندې لیکلي، پاکستان په دې شرط امریکا ته د پوځي اډې ورکولو خبره منلې چې هر هغه هدف چې د پاکستان له قلمرو څخه افغانستان کې په نښه کيږي بايد لومړی د دوی موافقه پرې واخيستل شي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې تر اوسه له امریکا سره د ځمکنیو او هوایي اډو په اړه نوی تړون نه کړی دی او نه هم ورته کوم پلان لري.

د یاد وزارت ویاند زاهد حفیظ ویلي چې پاکستان له امریکا سره په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د همکارۍ یو تړون کړی و چې د هغه پر بنسټ تر اوسه د دوی او امریکا همکاري روانه ده خو ټینګار کوي چې تر اوسه پورې یې له امریکا سره د پوځي اډو په اړه کوم نوی تړون نه دی کړی.

هغه دغه راز د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې امن افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی به د دې هدف لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګوندې پاکستان امریکا ته د خپل ځمکني او هوایي حریم کارولو اجازه ورکړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي