د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وایي٬ چې طالبانو له افغان مېرمنو او نجونو سره پر کړو ژمنو وفا نه ده کړې.
د ای پي اژانس د راپور له مخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي چې طالبان باید د بشري حقونو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او دا موضوع له پامه ونه غورځوي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی دا مسئله له پامه نه غورځوي او په خبره یې اوسمهال هم دوی هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې اترې کوي.
ګوترش دغه راز ویلي چې د افغانستان اقتصاد ۸۰ سلنه په غیر رسمي ډول چلېږي او ښځې په کې مرکزي رول لري؛ نو له مېرمنو پرته د افغانستان اقتصاد هم په پښو نه شي درېدلی.
هغه څرګنده کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی او ټولو ته په کار ده، داسې لارې ولټوي چې د افغانستان اقتصاد بیا ساه واخلي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې نوي مسوول ویلي چې د افغان مېرمنو د غږونو د اورېدو او ملاتړ لپاره یې خپل کار پيل کړ.
مُعیذ دُراید پرون په خپل ټوېټر خبر ورکړی چې تازه د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د دې سازمان د ښځو د برخې مسوول ټاکل شوی.
سره له دي چې ښاغلي معیذ د افغان مېرمنو د ملاتړ ډاډ ورکړی خو ګڼو فعالانو د یوې ښځې پر ځای د هغه په ټاکنه باندې نیوکه کړې ده.
اخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو په سختۍ ګټل شوې لاسته راوړنې باید خوندي او حقونه یې تامین شي.
هغه دا ټینګار هم کړی چې له افغان مېرمنو پرته به د افغانستان اقتصاد او ټولنه هېڅکله بیا په خپلو پښو ونه دریږي.