ملګري ملتونه: د نجونو او هلکانو له تعلیمي بهیر سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوو

رنګین تجريدي ډیزاین

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر او دغه راز په کابل کې د یونسیف مشر د طالبانو د تعلیمي کمیسیون له غړو سره کتلي دي.

یونما په خپره کړې اعلامیه کې وایي چې په دې لیدنه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پر اوسني وضعیت او په دې برخه کې پر همکاریو او مرستو خبرې شوې دي.

د ملګرو متلونو یادو دواړو ادارو ژمنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په تعلیمي برخه کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په بهیر کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

دوی همدا راز ویلي چې د نجونو او هلکانو لپاره به د زده کړو فرصتونه لا پراخ او دا بهیر به منظم کړل شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه رابولي.

سرچینه وایي چې په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت له امله د بشري حقونو شورا اړ ده چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه وکړي.

د راپورونو له مخې په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د څرنګوالي لپاره یوه طرحه جوړېږي او دغه راز ښایي یو پلاوی جوړ شي چې هغه به د افغانستان وضعیت څاري.

دوی همدا راز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت مستقیمه څارنه ولري.

د بشري حقونو شورا وایي چې د جګړو او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د بشري حقونو په تېره د ښځينه وو او اقلیتونو د حقونو د نقض احتمال شته دی.

خو طالبانو بیا ویلي چې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي