ملګري ملتونه وايي هېوادونه دې د افغانستان په قضیه کې په قاطعیت عمل وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین د پراختیا مخه ونیسي.
هغه ویلي د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په مسئله کې په قاطعیت عمل وکړي، پر ژمنو دې ودرېږي او ددغه هېواد په امنیت او ثبات کې دې مهم رول ادا کړي.
ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي چې په دغه هېواد کې د انساني فاجعې د پراختیا په مخنیوي کې همکاري وکړي او ټولو مرستندویه بنسټونو ته دې خپلې لارې پرانیزي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسوي.
ګوتریش دغه راز ویلي چې ګاونډي هېوادونه دې هم په افغانستان کې د ثبات او اقتصاد په ساتلو کې همکاري خپل مسوولیت دې ادا کړي.
بلخوا چین وایي نړۍ دې د افغانستان یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په یونان کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له لوږې او بېوزلۍ سره مخ کېدونکی دی نو نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد یو اړخیز تحریم ته د پای ټکی کېږدي.
دده په وینا امریکا او غربي هېوادونه دې پر افغانستان یو اړخیز فشارونه نه راولي، د دوی شتمني دې ازاده کړي او په دغه هېواد کې دې ناورین نه رامنځ ته کوي.
هغه زیاته کړې چې د پيسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک باید له افغانستان سره همکاري ولري او ددغه هېواد په بیا رغونه کې د خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
وانګ یې دغه راز ویلي چې دوی په خپل وار له افغانستان سره مرسته کوي او تازه یې یو ځل بیا د دېرش میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
نوموړي د روغتیا او خوړو د نړیوالو سازمانونو تر څنګ پر نورو نړیوالو ادارو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.