اپریل 18, 2021

روسیه: د امریکایي ځواکونو حضور د سولې پروسه ګواښي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو حضور د سولې پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړي خو د ده په خبره، دا بهیر به هیڅکله ونه درېږي.

کابلوف د امریکا د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو غبرګون کې ویلي، چې که چېرته امریکایي سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي نو د سولې پروسه به یو ځل بیا ټکنۍ او له خطرونو سره مخ شي.

هغه زیاته کړې، امریکایي لوری باید د افغان ستونزې حل په ډیپلوماسي کې ولټوي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره خپل سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه وباسي.

روسیه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې جو بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د مې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل غیر ممکن دی خو ټینګار یې کړی دی چې دوی به تر ډېرې مودې په دغه هېواد کې پاتې نه شي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د بایډن دې څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته امریکایي سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي نو دوی به یې په نښه کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د جرمني پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې د دغه هېواد پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ ۳۱ افغانستان کې پاتې کېږي.

جرمني دا مهال افغانستان کې تر ۱۳۰۰ سرتېري لري.

رویټرز خبري اژانس وايي، افغانستان کې د جرمني ځواکونو د عملیاتو لپاره اوسنۍ پارلماني اجازه د راتلونکې اپرېل میاشتې تر پایه ختمېدله، چې له امریکا سره د طالبانو د تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته وروستۍ نېټه ده.

د جرمني پارلمان دې نوي تصویب سره افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه نږدې یوولس میاشتې نور هم پاتې کېدلی شي.

وسله وال طالبان د جرمن پارلمان دا پرېکړه د افغان جګړې د اوږدېدو په مانا بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ښه دا ده چې د دوحې تړون مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.