ملګري ملتونه: افغانستان کې د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۴۷سلنه لوړه شوې

سپینه تجريدي ډیزاین

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په تازه خپاره کړي راپور کې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

سرچینه لیکي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۱۸۳ ملکي وګړو ته تلفات اوښتې چې له دې ډلې ۱۶۵۹ کسه وژل شوي او ۳۲۵۴ کسه نور ټپیان دي.

یونما دغه راز ویلي چې د ملکي تلفاتو دا شمېره د تېر کال په پرتله په ورته موده کې ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور پر بنسټ تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې چې د ټولې شمېرې ۴۶ سلنه برخه جوړوي.

ملګري ملتونه وایي چې تاوتریخوالی په مې او جون میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې د ثبت شوو ارقامو له مخې دا میاشتې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د تر ټولو لوړې ملکي مرګ ژوبلې شاهدانې دي.

یونما ټینګار کړی چې ددې مرګ ژوبلې ۶۴ سلنې مسوول د افغان حکومت مخالف وسله وال دي چې له دې ډلې ۳۹ په سلو کې مرګ ژوبله طالبانو پېښه کړې ده.

یونما هیله څرګنده کړې چې طالب مشران ژر تر ژره د مذاکراتو مېز ته راوګرځي، جګړې کمې کړي او که داسې و نه کړي نو ددې وېره شته چې ملکي مرګ ژوبله لوړه شي او عامو خلکو ته تر دې ډېر تلفات واوړي.

د یونما مشرې دیبورا لاینز په ټینګار سره ویلي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او اوسنی وضعیت په هېڅ صورت د افغانستان په ګټه نه دی.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه خپل دريځ له دغه ډلې سره شریک کړی دی.

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او مل پلاوي به دوحه کې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې خبرو پر چټکتیا، د طالبانو له لوري د جګړو د شدت او بشري حقونو پر نقض خبرې شوې دي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او په جګړه کې د ملکي وګړو وژل کېدل او د بشري حقونو نقض ورته د منلو نه دی.

د قطر دفتر غړو بیا ویلي چې دوی بشري حقونو ته درناوی لري او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې په بې طرفه توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه وڅېړي.

افغان حکومت هم ادعا کوي چې طالبانو تر خپلو کنټرو لاندې سیمو کې ملکي خلک ځورولي او ان وژلي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي