ملا فضل الرحمان: پاکستان سقوط ته نږدې دی

رنګین تجريدي ډیزاین

د پاکستاني حکومت د مخالفو ګوندونو (پي‌ډي‌ایم) مشر مولانا فضل الرحمان وایي چې پاکستان سقوط کېدو ته نږدې دی.

نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د رغولو پر ځای نورې هم خرابې کړې دي او دغه راز په خپلو غلطو سیاسي پالیسیو یې د اقتصادي پراختیا مخه ډب کړې ده.

هغه څرګنده کړې ده چې پاکستان تر سختو پورونو لاندې دی او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په اقتصادي بحران کې ډوبېږي.

فضل الرحمان ټینګار کړی دی چې پاکستان پر ګړنګ ولاړ دی او په خبره یې د ټولو ستونزو حل دا دی چې د عمران خان تر واک لاندې حکومت باید نور د خلکو له غولولو لاس واخلي او ژر تر ژره استعفا ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي