متقي یو ځل بیا د افغانستان د ملي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه

رنګین تجريدي ډیزاین

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عمومي رییس انتونیو ویتورینو او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ویتورینو ویلي چې د ژمې له رارسېدو سره د دوی لومړیتوب بېوزلو ته سرپناه او نور اړین توکي رسول دي او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې متقي د ملګرو ملتونو له مرستو څخه د مننې تر څنګ ټینګار کړی دی چې حقیقي اړمن خلک مشخص او له غیر مستحقو نه جلا شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده شي څو مستحقینو ته لاسرسی وشي او اقتصادي ستونزې په اساسي توګه حل شي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې مولوي متقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

متقي ویلي وه چې دوی د رسمیت پېژندل کېدو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د کنګل شوو پیسو لپاره هڅه وکړي او په خبره يې افغانان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ددې جدي اړتیا ده چې کنګل شوې شتمني یې ازاده کړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي