هریس: د سرتېرو د ایستلو پرېکړه له زړه ورتیا ډکه وه

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس د بايډن له پرېکړې ملاتړ کړی دی.

نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د هرېس په خبره بایډن په خپله پرېکړه کې جدي دی او ارو مرو به له افغانستان خپل سرتېري وباسي. هغه همدا راز ټینګار کوي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه خورا سخته وه، خو بایډن ددې وړتیا لري چې سختې پرېکړې وکړي، له همدې امله هغه د سرتېرو د ایستلو په برخه کې ډاډمن دی او خپله دا پرېکړه به عملي کړي.

د یذدونې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي چې دوی په افغانستان کې د خپلو اډو خالي کول پیل کړي دي او خالي کېدونکي اډې به افغان ځواکونو ته وسپاري.

میلر زیاته کړې چې که چېرته افغانستان سولې ته هم ورسېږي، دوی ته امر شوی دی چې دغه هېواد پرېږدي او ووځي.

نوموړي دغه راز ویلي چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري او د دغې ډلې له لوري یې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې دي.

هغه زیاتوي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه اغېزمنوي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د تاوتریخوالي دوام ټوله سیمه له ګواښ سره مخ کړي.