لیکوال د یوې ټولنې له پاره څه ارزښت لري او زموږ لیکوالانو تر کومه حده خپله دنده اجرا کړې؟
لیکوال هغه څوک دی، چې د یوې ټولنې د بدلون لامل ګرځي.
لیکوال د خپل قلم په واسطه د یوې ټولنې ناخوالې نیمګړتیاوې، حقیقتونه، ضرورتونه، دودونه، هنرونه، تجربې او هر هغه څه چې زموږ په ورځنیو چارو کې را منځته کېږي وړاندې کوي.
لیکوال دی، چې په یوه ټولنه کې د ټولنې د وګړو افکارو ته بدلونه ورکوي.
که لیکوال خپل قلم پر مثبت لور وخوځوي، په ټولنه کې د مثبت بدلون لامل ګرځي او که یې پر منفي لور وخوځاوه، نو په ټولنه کې د منفي بدلونونو لامل ګرځي او که یوه ټولنه لیکوال و نه لري او وګړي یې لیکل و نه کړي هغه ټولنه بیا د یوې ګنګې ټولنې په نوم یادیږي؛ ځکه هېڅوک په هغه ټولنه کې څه نه وایي.
لیکوال د یوې ټولنې ژبوار یا ویاند ګڼل کېږي، چې د یوې ټولنې د ژوند حالات د خپل قلم په واسطه بیانوي.
لیکوال بیا د ټولنې د ژبوار په حیث ډېر مسؤلیتونه لري، چې هر لیکوال باید خپل مسؤلیتونه و پېژني او په خپل فن او هنر کې له پوره ریښتینولۍ څخه کار واخلي.
زموږ ټولنه چې لیکوالان یې د ګوتو په شمېر دي، چې په هغو کې یې هم بیا داسې لیکوالان دي، چې خپل مسؤلیت یې نه دی درک کړی یا داسې څه لیکي، چې تولنې ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي او یا داسې یو څه ولیکي، چې ټولنې ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.
هر لیکوال چې لیکنه کوي مخکې له هغې باید پر هغې موضوع فکر وکړي او پر دې ځان پوه کړي، چې زه دا ولې لیکم زما د لیکنې ګټه به زما ټولنې ته څه وي؟ که هر لیکوال په دې ډول خپل مسؤلیت درک کړي او په لیکوالۍ کې له تکراري او داسې موضوعاتو له لیکلو ډاډه وکړي، چې په ټولنه کې د منفي افکارو د تولید لامل کېږي او ټولنه منفي لوري ته بیایي.
هغه وخت به زموږ لیکوالي د ټولنې له پاره ګټوره تمامه شي.
داسې هم موږ نه شو ویلی، چې زموږ ټولو لیکوالانو خپل مسؤلیت نه دی درک کړی او موږ داسې لیکوال نه لرو، چې لیکنې یې د ټولنې له پاره ګټورې تمامې شي.
موږ داسې لیکوالان هم لرو، چې د دوی لیکنې او لیکوالي د ټولنې له پاره ډېرې اغېزناکې دي او داسې څه لیکي چې په ریښتیني ډول په ټولنه کې د مثبت بدلون لامل ګرځي.
چې داسې لیکوالان باید و ستایل شي او دوی له لیکنو څخه ګټه واخیستل شي.
له بلې خوا زموږ لیکوالان بیا له یو ډول نا هیلۍ سره هم مخ دي، چې دوی هڅونې ته اړتیا لري، چې باید و هڅول شي.
د ډېری لیکوالانو یوه لویه نا هیلي دا ده، چې دوی یې له خپل هنر څخه زړه توري کړي، هغه دا دی، چې دوی وایي زیار وباسي یو کتاب ولیکي بیا د هغه کتاب په چاپ پیسې ولګوي، خو کله چې له چاپه ووځي، هغه کتاب بیا په کتابتونونو کې همداسې په میاشتو او کلونو پروت وي او څوک یې نه اخلي؛ چې په دې ډول دوی له لیکوالۍ څخه زړه توري کوي.
زموږ ټولنه داسې یوه ټولنه ده، چې لیکوال او کتاب ته دېره اړتیا لري، نو ځکه باید لیکوال و هڅول شي او وګړي یې کتاب لوستلو او اخیستلو ته را وبلل شي.