له هرې ماتې وروسته بیرته په خپلو پښو دریدو ۵ لارې چارې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: عثمان محمود
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
هر څوک په خپل ژوند کې هر وخت چې وي خامخا یو ځل ماته خوري، نو موږ نه باید ماتو او ناکامیو ته دا اجازه ورکړو، چې رالاندې مو کړي او روحیه مو کمزورې شي. د ماتې او ناکامۍ منل د ځان د ازادۍ په مانا ده او غوره کارونو او لاسته راوړنو ته لار هواروي.
د خپلو هیلو او اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ښايي چې زه له ماتو او ناکامیو سره مخ شم، خو دا شیان نه باید ما له خپلو هیلو او اهدافو ته له رسیدلو لاس په سر کړي. دغه باور له تاسره دا مرسته کوي، چې څنګه په ژوند کې پر ماتو او ناکامیو برلاسی شې.
لاندې هغه پنځه لارې چارې دي، چې څنګه وروسته له هرې ماتې بیرته په خپلو پښو ودریږې:
۱. په یاد راوړه چې ولې دې پیل کړی و
هر کله چې له ماتې او ناکامۍ سره مخ شوې، نو خپلو هیلو او خوبونو ته دې ژور فکر وکړه او له هغې انرژۍ، لیوالتیا او باور څخه ګټه واخله، چې تا د خپلو هیلو د لاسته راوړلو لپاره په خپل فکر کې ځای ورکړی و. زه تل له ځان څخه دا پوښتم، چې “ولې”؟ او همدا زما “ولې” پوښتنه باید نورو ته زما د کار او شخصیت له لارې الهام بښونکې او هڅوونکې تمامه شي. په نړۍ کې ځینې داسې ډیرې سترې ستونزې شته چې غواړي زموږ توجو ځانته واړوي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګوندې دا ستونزې یوازې او یوازې په تا تمرکز کوي.
د هرڅه ترشا یو علت پروت دی او د وخت په تیریدو سره به ته پرې پوه شې. موږ د نړۍ د ساعت له ثانیه ګر څخه نه یو خبر او همدا وړوکی ثانیه ګر ورو ورو ټک ټک کوي او موږ له هغو نویو خنډونو سره مخ کوي، چې دوامدارې هڅې، باور او هیله مندۍ ته اړتیا لري او پر دې مو پوهوي چې هرڅه شوني دي. هر خنډ یوه یادونه ده، چې موږ دې ته مجبوروي، ترڅو بیرته هغه ځای ته وګرځو چې موږ په لومړي ځل خپل سفر ترې پیل کړی و.
۲. راپاڅيږه او بیا یې وازمویه
که چیرې ته خپل ډیر وخت د ماضي په اړه په فکر کولو تیروې، نو د بریا او پرمختګ لپاره به هیڅ وخت پیدا نکړې. که چیرې کارونه دې د پلان په مطابق پر مخ نه ولاړ، نو اړتیا نشته چې خپل وخت دې په خیالونو تیر کړې. خپل وخت دې په خپلې ګټې تیر کړه او څو ځلې بیا هڅه وکړه، ترڅو له خپلې مخې شته خنډونه له منځه یوسې. له ځان سره دا ووایه، هغه څه چې ته ترسره کوې، تا خپلې موخې ته نیږدې کوي.
بریا د هغو فرعي هڅو پایله ده، چې ټولې سره یو موټې شوې وي. د طبیعت قانون موږ ته دا راښيي چې ښه شیان په خپل وخت سره د انسان په برخه کیږي او که چیرې انسان وغواړي چې بدلون وویني، نو باید د هغو هڅو له حاصل څخه ګټه واخلي، چې یو وخت یې په فکر کې پاللې.
توماس ایډیسن وايي: “زموږ کمزورتیا زموږ له یوه کار څخه لاس په سر کیدلو کې ده. بریا ته د رسیدو لار(یوازې یو ځل بیا ازمویل) دي.”
۳. د خلکو خبرې هیرې کړه
د خلکو هغه غږونه چې زموږ په ذهنونو کې شک پیدا کوي او ذهنونه مو ګډوډوي، هغه غږونه دي چې زموږ په وجود کې د پرمختګ او بریا په اړه ډار او تشویش پیدا کوي. که چیرې ته د دې په اړه فکر وکړې، چې ګوندې ستا په اړه به نور خلک څه فکر کوي، نو دا کار تا د نورو خلکو تر فشار لاندې راولي او روحیه دې کمزورې کوي. هڅه وکړه چې خپله واوسې، نه دا چې د بل چا تقلید وکړې.
د بریا یوه برخه دا ده، چې څنګه درد زغمل زده کړې او همدا درد زغمل د خپل د پیاوړتیا په ټکي یې بدل کړې. دغه د درد زغملو مفکوره په انسان کې هغه وخت پیاوړې کیږي، چې کله انسان په خپلې مثبتې انرژۍ خپل منفي فکرونه بې اغیزې کړي. یوازې لږه مثبته لیدنه کولی شي چې ستا موخه لا روښانه کړي.
۴. ملاتړي پیدا کړه
وروسته له هرې ماتې، ښايي ستا باور له خپل ځای څخه لږ څه بې ځایه شي او زړه دې ونه غواړي چې له خلکو سره خبرې وکړې، ځکه چې خلکو ته د خپل د ماتې کیسه کول څه ناڅه دردونکی کار دی. په همدې اساس، هڅه وکړه چې د خپلې کورنۍ له غړو، ملګرو او روزونکو څخه داسې ملاتړي ولرې، چې تا ته مثبته روحیه درکړي او تا تشویق کړي ترڅو بیرته په پښو ودریږې او خپلې مبارزې ته دوام ورکړې. ماتې منل د ځان د ازادۍ او د ځان ـ هڅونې سرچینه ده.
له خپلو ملګرو وپوښته، چې هغوی څنګه پر خنډونو برلاسي شوي دي او زه په دې ډاډمن یم، چې د هغوی کیسې به د الهام بښنې او هڅونې سرچینې وي. ته باید مهمو خبرو اترو کې ځان ښکیل کړې، له ملګرو سره ګډ کار وکړې او تر خپل بریده پوښتنې ترې وکړې ترڅو خپل بې ځایه شوی باور بیرته پرځای کړې او مبارزې ته دوام ورکړې.
۵. زغمل زده کړه
که غواړې چې له ناڅاپي ماتې او ناکامۍ سره روږدی شې، نو هڅه وکړه ماتې ته د لنډ مهالې پروسې په سترګه وګورې، ځکه چې په دې ډول ته کولی شې په ډيرې اسانۍ سره د ماتې پر وړاندې مبارزه وکړې. ماته او ناکامي د پای ټکی نه لري، نو هڅه وکړه چې د دوامداره پروسې په سترګه ورته نظر وکړې او په همدې کار سره ته کولی شې پرمختګ وکړې. ښايي داسې فکر وکړې، چې په دوامداره توګه ماته او ناکامي ناهیلې کوونکی کار دی، خو زغم (حوصله) یوه انسان ته دا ورښيي، چې څنګه وکولی شي بیلابیلې لارې غوره کړي ترڅو بریا ته ورسیږي.
جوسي میر وایي: “زغم د انتظار د وړتیا په مانا نه، بلکې د انتظار پر وخت د ښه چلند کولو په مانا ده.”
په ژوند کې ناکامي ستا پر مخ د یوې نوې کړکۍ او د یوې ژورې ساه اخیستنې چانس برابروي ترڅو له ځان سره ووایې، چې هرڅه سم دي او یو ځل بیا به خپل چانس وازمویم.