لاریون کوونکي امریکا ته: شتمني مو ازاده او د شل کلنې جګړې غرامت راکړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په کابل کې سلګونه لاریون کوونکو د بایډن وروستۍ پرېکړه وغندله.

په کابل ښار کې سلګونه لاریون کوونکو نن له ځان سره د امریکا ضد شعارونه لېږدول او له امریکایې د شل کلنې جګړې د غرامت غوښتنه کړې ده.

دوی وایي امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه کړې ده او زرګونه ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې باید غرامت یې ورکړي.

لاریون کوونکو دغه راز د بایډن دا پرېکړه چې د افغانانو شتمني به د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشي په کلکو ټکو غندلې او په خبره یې امریکا په سیمه او افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ده او په دې ډول غیر عقلاني کړنو دې خپل جنایتونه نه پټوي.

دوی ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده کړي، هغه دې افغانانو ته وسپاري او په دې شتمنۍ کې دې له تصرف ډډه وکړي.

د یادونې ده چې افغان حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا پکې د تصرف او په خپل سر د وېشلو حق نه لري.

اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري.

سرچینه وړاندې لیکي امریکا دې ژر تر ژره له خپلې پرېکړې په شا شي او که دا کار و نه کړي نو افغان حکومت هم اړ دی چې ددغه هېواد پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

امریکا په وروستیو کې د نړیوالو قوانینو پرخلاف هڅه کوي د افغانانو شتمني چې په امریکايي بانکونو کې ده پر امریکايي وګړو او افغانانو په مساویانه توګه ووېشي.

خو دې پرېکړې له ځان سره توند غبرګونونه پارولي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي