علي مطهري: د طالبانو عقل تر موږ ‌ډېر دی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
د ایران د اسلامي شورا د مجلس پخواني غړي ( علي مطهري) طالبان ستایلي او ویلي یې دي چې:” د طالبانو عقل تر موږ ‌ډېر دی” .
علي مطهري د ایت الله مرتضی مطهري زوی او د اسلامي انقلاب د نومیالیو نظریه ورکوونکو له ‌ډلې دی.
د ایران مخکنیو پارلماني ټاکنو ته د مطهري صلاحیت رد شوی و. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
” طالبانو ویلي چې موږ پر سیمه ییزو او بین المللي ژمنو ولاړ او له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو”. 
ښاغلي مطهري دا هم ویلي چې د طالبانو دغه دریځ څرګندوي چې ( عقل یې تر موږ زیات دی او د امریکا پر سفارت د برید هوډ د دوی په پلان کې نشته. که چېرې دوی د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته هم همداسې ژمن پاتې شي، کېدای شي ورته هیله‌من شو).
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له ستر سیاسي بدلون سره مخ دی او وګړي یې خورا اقتصادي ستونزې ګواښي.
خو خلک بیا هم د نوي جوړېدونکي حکومت ښه والي ته هیله‌من دي.  په ورته وخت کې د افغانانو شته ستونزو ته په کتو د ملګرو ملتونو سرمنشي ( انټونیو ګوتېرېش) د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې افغانانو سره په دې سختیو کې مرستندوی دریځ خپل کړي او کمک ورسره وکړي.