عبدالله: د دوحې مذاکرات پرمختګ نه لري

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

افغان حکومت وایي له طالبانو سره په خبرو کې کوم پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې خبرې د پام وړ پرمختګ نه لري خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي.

نوموړي له سي ان ان سره په خبرو کې منلې چې طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي خو په وینا یې دغه ډله دومره پیاوړې نه ده چې حکومت سقوط کړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ګنګوسې ناسمې بللې دي چې ګواکي طالبان به په څو میاشتو کې افغان حکومت سقوط کړي او په وینا یې طالبان یو ګواښ دی خو دومره جدي خطر نه دی چې حکومت دې سقوط کړي.

نوموړي په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا د سیاسي څېرو او ډلو پر یووالي ټینګار کړی دی او په خبره یې ټولو اړخونو ته په کار ده چې د هېواد د ساتنې او سوکالۍ لپاره سره یو لاس شي او د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

بلخوا ملګرو ملتونو له افغان حکومت غوښتي چې د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره هڅې ډېرې کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه دفتر مشرې له ولسمشر غني سره لیدلي او پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي.

دیبورا لاینز په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې افغان حکومت دې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه وکړي او ژر تر ژره دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅه وشي.

ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی چې دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دلته د بشري حقونو د خوندیتوب، بشري مرستو، پرمختیایي چارو او نورو اړوندو بشري مسایلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي