اپریل 19, 2021

د کرکټ نړیوالې شورا نوي اصول تائید کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ کمېټې د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په لومړۍ نېټه په خپله غونډه کې چې د هندوستان پخوانی لوبډلمشر انېئل کومبلی هم پکې وو، په ریوو سیستم کې تغیرات قبول کړل.

دوی همداراز ومنله چې د لوبغالي د لوبڅار پرېکړه به د درېیم لوبڅار لخوا حمایه کېږي.

دې کمېټې وویل چې د ان فیلډ امپایر یا د لوبغالي د لوبڅار پرېکړه به د ریوو سیستم سره تړاو ولري یا د لوبغالي د لوبڅار پرېکړه به د درېیم یا ټي وي لوبڅار له پرېکړې سره مطابقه وي.

یعنې مطلب یې دا دی، چې د ریوو پرېکړه به د لوبغالي د لوبڅار د پرېکړې په ملاتړ وي.

څو ورځې وړاندې د هندوستان کرکټ بورډ وویل چې سږ کال آی پي اېل کې به سافټ سېګنال یا د ان فیلډ لوبڅار پرېکړه د ریوو سیستم لخوا نه حمایه کېږي، بلکې درېیم لوبڅار په خپله پرېکړه کې مستقل دی.

د ریوو سیستم داسې و، چې کله د ان فیلډ یا د لوبغالي لوبڅار په اېل بي ډبلیو، سټمپ او کېچ اوټ کې پرېکړې وکړي، نو لوبغاړی ریووو اخلي او بیا ریوو کې پرېکړه کېدله.

خو په اېل بي ډبلیو کې ډېره پورې درېیم لوبڅار د لوبغالي د لوبڅار ملاتړ کاوه، خو سږ کال آی پي اېل کې داسې پروسه ختمه شوه او د هندوستان کرکټ بورډ وویل چې دا چاره ډېر وخت ضایع کوي او باید د توپوهنې یوه پاڼۍ په ۹۰ دقیقو کې پای ومومي.

په یوه بیانیه کې د کرکټ نړیوالې شورا کمېټې ویلي چې اوس به د اېل بي ډبلیو اوټ لپاره د وېکټو ساحه تر بیلزونو یا د وېکټې د سر لرګیو پورې شي.

بله خبره دا ده، چې اوس به درېیم لوبڅار د شارټ رنز برخه تعقیبوي او د ریپلای په صورت کې به شارټ رنز ښیي.

DRS یا د ډېسېژن ریوو سیسټم اهمیت

د ډي آر اېس یا ریوو سیستم په کرکټ کې د تېروتنو د اصلاح کولو او د حق پرېکړې کولو په خاطر رامنځته شوی دی او همدې ټېکنالوژۍ د نورو ټېکنالوژیو په مرسته کرکټ ته صحیحوالی وربښلی دی.

د پنجشنبې ورځې پرېکړې او غونډې څخه څو ورځې وړاندې ویرات کولي ویلي وو، چې د لوبغالي د لوبڅار پرېکړه خلک ذهني فشار لاندې راولي، ځکه ځېنې وخت لوبغاړی اوټ نه وي، لوبڅار اوټ ورکړي، چې زیاتره وخت دا چاره په اېل بي ډبلیو اوټ کې زیاته وي.

نو ویرات کولي له کرکټ نړیوالې شورا وغوښتل چې کرکټ کې ساده ګي رامنځته کړي، نه ذهني فشار او ستونزې.

همغه وو چې له ډېر تاکید وروسته په ریوو سیستم ټینګار وشو او اوس به ډېره پورې پرېکړې په ریوو کېږي.

د ښځینه وو کرکټ کې دوه تغیرات

د کرکټ نړیوالې شورا کمېټې د اپرېل په لومړۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د پنجشنبې په ورځ ښځينه کرکټ کې دوه تغیرات راوستل.

لومړی تغیر دا چې په یو ورځنیو لوبو کې له لس اورونو پاور پلی یا دایرې څخه وروسته ۵ اورونه د توپوهنې اختیاري پاور پلی ختمه شوه.

دویم تغیر دا چې د ښځينه وو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو هر مساوي شوی یا لېول شوی مېچ یا لوبه به سوپر اوور ته ځي.

د نارینه وو په یو ورځنیو لوبو کې سوپر اوور نه کېږي او د منډو د مساوي کېدو په صورت کې ورته ټای لیکي، چې د یوې لوبډلې په ګټه هم نه حسابېږي، یواځې نړیوالو جامونو کې یو ځل سوپر اوور کېږي او پرېکړه په بونډریانو کېږي.