طالبان: د دوحې له ناستې د پرمختګ هیله نلرو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په دوحه کې د افغان سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه کېږي خو طالبانو ویلي، چې دوی له یادې ناستې د مثبتو پایلو تمه نه لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې حکومت د دوی پر وړاندې جګړه اعلان کړې، خبرو ته ژمن نه دی نو ځکه په خبرو کې د پرمختګ تمه هم نه لري.

که څه هم افغان حکومت او امریکا، طالبان د ملکي وګړو په ژونه او نورو جنګي جنایتونو تورنوي خو نعیم زیاته کړې چې افغان دولت باید له ولس وژنې لاس واخلي.

په ورته وخت کې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح بیا راتلونکو جوړېدونکو ناستو ته هیله من دی او وایي، چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره خپل وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې دي او تمه شته چې یادې ناستې به د سولې خبرو پرمختګ سره مرسته وکړي.

بلخوا د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکایي سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره د افغانستان پر وروستي سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې اترې کړې دي.

د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې طالبان دې د افغانانو د تمې پر بنسټ پر ښارونو بریدونو او د خلکو وژنې ته سمدستي د پای ټکی کېږدي.

اتمر دغه راز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دوو ځانګړو غونډو د ترسره کولو لپاره د افغان حکومت وړاندیزونو ته په اشارې سره، له کابل څخه د واشنګټن د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

په همدې حال کې ویلسن هم د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی دی، چې طالبان دې د افغانانو د هیلو سره سم روان تاوتریخوالي ته هر څه ژر د پای ټکی کېږدي.

هغه دغه راز له افغان سولې پروسې څخه د خپل هېواد د ملاتړ ژمنه هم تکرار کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي