طالبانو ترکي سرتېرو ته د حامدکرزي هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره مخالفت ښودلی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

طالبانو له ترکیې غوښتي چې د دوحې د هوکړې په اساس خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر بشپړ وتلو وروسته ترکي سرتېرو ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره هم مخالفت کړی دی.

ورته مهال د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هیڅ بهرني هېواد ته به اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې پوځیان وساتي.

د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه نږدې پنځوس سلنه بشپړه شوې ده.

بلخوا د ملي امنیت شورا ویلي، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به په نړیوالو معیارونو فعال پاتې شي.

د غه څرکندونې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د ملکي هوايي چلند له بین المللي معیارونو سره سم د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ساتلو په موخه په دغه ډګر کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت له مېشتې قوماندانۍ څخه د لیدنې پرمهال کړي دي.

په دې کتنه کې د ناټو ملکي سفیر، د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ قوماندان جنرال دیدریک، د ملي امنیت شورا دفتر تخنیکي مرستیال رفیع فاضل، د ناټو مرستیال او لوی ملکي استازي او د ترکیې نظامي قوماندان هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارو ور سپارلو غوښتنه کړې وه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي