صالح: ا.ا خلک ځوروي، ژر به دا ډله له منځه لاړه شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبان هره ورځ د خلکو کورونه پلټي او د یو شمېر کسانو د کورنیو د غړو سپکاوی کوي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په تېرو ۲۱ کلونو کې یې د هېڅ کوم طالب مشر د شخصي ژوند په اړه مستند فلم نه‌ دی جوړ کړی او نه یې ورته سپکاوی کړی دی.

هغه لیکلي: موږ کولای شول چې د طالبانو پر شخصي ژوند ملنډې ووهو او مستند جوړ کړو، خو دا کار مو ونه‌کړ. موږ د انساني کرامت او محرمیت درناوی کړی او دوام لري.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو پر ضد د مقاومت پرته بله لار نشته او دغه ډله به ډېر ژر ماتې وخوري.

صالح همدا راز تور پورې کړی چې ډېری طالبان په نشه‌یي توکو روږدي دي او د روږدي کېدو کچه یې دومره پرمختللې ده چې د دوی انستیزیا یا لوړ انستیزیا کار نه کوي.

نوموړي یادې څرګندونې وروسته له هغې کړي چې په رسنیو کې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې طالبان د ځینو پخوانيو چارواکو کورونه پلټي او د کورنیو غړي یې له ځانه سره وړي.

طالبانو که څه هم د امرالله صالح یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې څو څو ځله ویلي، چې د دوی ځواکونو د هېچا کور نه دی پلټلی او د ټولو خلکو لپاره یې عفوه اعلان کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي