سیګار: افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

سیګار وایي ښایي د افغانستان نا خالص داخلي تولید شاوخوا ۴ میلیارده ډالر راښکته شي.

سیګار د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د یوه راپور پر بنسټ ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت له څو کلونو راهیسې مخ پر ځوړ دی.

سرچینه وایي چې ان د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د سړي سر کلنی عاید راښکته شوی دی او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه عاید ۳۵۰ ډالرو ته راښکته شي.

سیګار همدا راز وایي چې په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې ده او ښايي په ۲۰۲۲ کال کې یې کچه ۲۹ سلنې ته لوړه شي چې د تېرو کلونو په پرتله دا شمېره دوه برابره ده.

سرچینه همدا راز وایي چې د ښځینه وو بېکاره کېدل به د کورنیو پر اقتصادي وضعیت سخت ناوړه اغېز وکړي او بشري ناورین به نور هم پراخ کېږي.

سیګار د افغان شتمنیو کنګل کېدل او همدا راز د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ راښکته کېدل هم د افغانانو د بېوزلۍ د زیاتېدو لاملونه بللي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي