لیکنه: عایشه حیدري
سږ کال هم د تېر کال په څېر اختر داسې مهال راځي چې د کورونا وایروس په افغانستان او نړۍ کې ډېر خپور شوی دی او نوې بڼې يې تر پخوانيو هغو ډېرې وژونکې دي. کورونا سږکال د زرګونو تنو ژوند اخيستی دی. که څه هم د کورونا وایروس په افغانستان کې لومړی ډېر کم و خو اوس مهال ډېر پراخه شوی دی او د نارسمي شمېرو له مخې د افغانستان کابو ۸۰ سلنه وګړو دغه ناروغي تېره کړې ده.
دا ښکاره خبره ده چې حکومت تر دې دمه په دې نه دی بريالی شوی چې د کورونا وایروس د خپرېدو مخنیوی وکړي، که څه هم د نړۍ په هېوادونو کې د کورونا وایروس د خپرېدو د مخنیوی دنده د هغوی د حکومتونو پر غاړه ده، خو خلک هم د کورونا وایروس د خپرېدو په مخنیوي کې مسول دي او باید له حکومت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
په دې کې شک نه شته چې د افغانستان اقتصادي وضیعت ښه نه دی او همدغه اقتصادي کمزورتیا د دې لامل شوې چې د افغانستان حکومت په دې بريالی نه شي چې د کورونا وایروس د خپرېدو مخنیوی وکړي. په داسې يو هېواد کې چې حکومت له اقتصادي کمزورتیا سره مخ وي ښکاره ده چې د هغه هېواد وګړي به هم له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ وي، چې له همدې امله بېوزله وګړي نه شي کولای چې د يوې اوږدې مودې لپاره په کور کې پاتې شي تر څو د کورونا وایروس له خپرېدو نه مخنیوی وکړي.
پورته ياد شوي ټکي د کورونا وایروس د خپرېدو اصلي لاملونه دي، خو يوه خبره چې نن سبا هم حکومت او هم عامو وګړو ته اندېښنه ګرځېدلی ده هغه د لوی اختر شپې ورځې دي. د افغانستان حکومت او عام وګړي له دې وېرېږي که چېرې د اختر په شپو او ورځو کې خلک د تېرو اخترونو په څېر تګ راتګ وکړي د کورونا وایروس به تر دې ډېر خپور شي.
د حکومت او عامو وګړو دا اندېښنه بې ځایه نه ده او دا باید ومنو چې په اختر کې د ملګرو او خپلوانو کره تګ راتګ د کورونا وایروس د خپرېدو لامل کېږي او که سږ کال خلک د کورونا وایروس د خپرېدو مخنیوی ونه کړي افغانستان به د کورونا له خطرناکه څپې سره مخ شي او د مړينې کچه به ډېره لوړه شي.
د دې لپاره چې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د کورونا وایروس له خپرېدو مخنیوی وکړو تر ټولو غوره لار د روغتیا وزارت په لارښوونو عمل کول دي. که چېرې په سږني لوی اختر کې د روغتيا وزارت لارښوونو باندې عمل ونه کړو، له شک پرته تر اختر وروسته به هېواد له ستر بشري ناورين سره مخ شي.
په داسې حال کې باید د افغانستان خلک د کورونا وایروس د مخنيوي لپاره له حکومت سره مرسته وکړي او په دې پوه شي چې د افغانستان د روغتیا وزارت په پوره کچه د کورونايي ناروغانو د درملنې امکانات نه لري. د عامو وګړو هر ډول نه پاملرنه حکومت او ټول هېواد ته سر خوږی جوړولای شي، که چېرې د کورونا وایروس او يا کوويډ۱۹ ناروغي جدي ونه ګڼو هم خپلو هېوادوالو او هم خپلې کورنۍ ته په کلکه زیان رسولای شو او ان په خپلو سترګو به د خپلو ملګرو، کورنۍ او هېوادوالو مړينې ووينو.
هر څوک چې په قصدي ډول د کورونا د وژونکې ناروغۍ د خپرېدو لامل شي او د هغه د دغې بې تفاوتۍ له امله څوک مړه شي نو د ياد انسان د مرګ په ګناه کې شريک دی، ځکه چې هغه په دې پوهېده چې د کوويډ۱۹ ناروغي د ناروغانو او لوړ عمر لرونکو انسانانو د مړينې لامل کېږي خو بیا هم په دې برخه کې بې تفاوته پاتې شوی.
نو که په سږني لوی اختر کې د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته ورځئ په لوی لاس به مو د کورونا وایروس په خپرېدو کې ونډه اخيستې وي. نو راځئ چې سږ کال د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته د تګ پر ځای د موبايل او سوشل ميډيا له لارې د هغوی د حال احوال واخلو او هغوی ته د لوی اختر مبارکي ورکړو او که چېرې اړ و چې څوک له نږدې ووينو بايد ورسره فزيکي اړيکه ونه نيسو او ټولنيز واټن مراعت کړو. ماسک وتړو او هغه خلک چې د کوويډ۱۹ ناروغۍ دروغ ګڼي ورسره وغږېږو او د کورونا وایروس په زيانونو یې پوه کړو.
په پای کې باید يادونه وکړم چې کورونا وایروس نه يوازې د ناروغانو او لوړ عمر لرونکو کسانو د مړينې لامل شوی، د ځوانانو، ماشومانو او ان د داسې انسانانو د مړينې لامل شوی دی چې په بدن کې یې هېڅ ډول کمزوتیا نه وه او برعکس ډېر پياوړي هم و. نو مجبور یو چې کورونا جدي وګڼو.
نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!
په کور پاتې شئ! روغ پاتې شئ!
کورونا جدي وګڼئ!