سټولټنبرګ: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

سپینه تجريدي ډیزاین

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دغه سازمان به له افغانستان سره د بودجې، ملکي حضور او له افغانستان نه د باندې د افغان ځواکونو د روزنې برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ینس سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي چې نوموړي نن په دې اړه له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي او هغه ته یې د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

سټولټنبرګ دغه راز ویلي، چې افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ننګوونکی دی نو په کار ده چې د سولې خبرې لا ګړندۍ او دواړه لوري یو توافق ته ورسېږي.

بلخوا هند وايي د افغانستان په اړه به له امریکا سره جدي خبرې کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر په تازه څرګندونو کې ویلي چې سبا یې له خپل امریکایي سیال سره په نوي ډهلي کې ګوري او په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

دده په وینا افغانستان ددې لیدنې د بحث مهمه موضوع ده او هند هڅه کوي په جدي توګه د افغانستان په اړه له امریکا سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هند ویلي وو چې په افغانستان کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او نړیوالو ته په کار ده چې ددغه جګړې په ختمولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

امریکايي رسنۍ هم وایي چې جنوبي اسیا او افغانستان د هند او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي