ایا چین، ایران او روسیه به له دې وروسته د طالبانو ملاتړ وکړي؟ (شننه)

د افغانستان اوږدې جګړې داسې پړاونه او فرصتونه تیر او پیدا کړي چې ډیر هیوادونه او کړۍ په کې ښکیل او خپلې موخې او ګټې په کې وپالي. په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو او په ځانګړي ډول د قدرتمندو هغو رول د پام وړ دی.

که څه هم یو وخت کې چې افغانستان باندې د طالبانو حکومت حاکم و، همدې (چین، روسیه، ایران…) هیوادونو د طالبانو پر ضد شمال ټلواله حمایه کوله یا یې په رسمیت نه پيژندل، څو وشي کولی چې د طالبانو د مخکې تګ مخه ونیسي، خو له هغه څو کاله وروسته بیا خبره معکوس شوه، دا له دې امله چې د سیاسي موخو او ملي ګټو غوښتنه یې بدله شوه، او کله چې دې معاصره نړۍ کې د ملي ګټو د تحقق لپاره د هر ګام او کار اړتیا وي، هیوادونه یې لپاره اخلي او هیڅ ارزښت، دین او قانون ورته مهم نه وي.

موږ او تاسې ټول په دې پوهیږو چې وروسته له هغه چې نړیوالو ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ او بیا څو کاله وروسته طالبان بیا راټوکیدل او جګړه یې پيل کړه، همدغو هیوادونو د خپلو ګټو لپاره ورسره د یارانې تارونه وغځول.

ډیر راپورونه او حتا ددې هیوادونو مستقیمې خبرې مو اوریدلي او لیدلي او هم به مو د جګړې په ډګر کې له طالب وسله والو سره د وسلو له لارې لیدلي وي چې هیوادونه د طالبانو پټ و ښکاره حمایت کوي.

خو ولې یې ملاتړ کاوه؟

همدا تیره اونۍ د امریکا حکومت اعلان وکړ چې دوی تر سیپټمبره خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي او غواړي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي. له دې سره څو ټکي د پام وړ دي چې یوه په کې دا ویره ده چې طالبان بیا ډیرې سیمې لاندې نه کړي.

دا ویره له دې امله له ځینو خلکو سره موجوده ده چې طالبان د سیمې د ځینو قدرتمندو هیوادونو حمایت لري او دا شاید تر یو حده سرخوږی جوړ کړي. خو اصل کې د طالبانو تګلاره او د یادو هیوادونو نظریه هر څه سره خورا لوی توپير لري.

ترڅنګ د کومو دلایلو له مخې چې یادو هیوادونو له طالبانو پټ و ښکاره ملاتړ کړی، زما په نظر ډیر واضح او ښکاره دي، چې هغه یو په افغانستان کې د نړیوال زبرځواک چې په نړیوال اقتصادي او نظامي میدان کې له دې هیوادونو سره په بیلابیلو ګټو ښکر په ښکر دي موجودیت وو. دا موجودیت دې هیواونو ته د امریکا د برترۍ یو ډیر ښه فرصت و، ځکه په یوه ډول یې له همدې هیوادونو په یوه ستراتیژیکه سیمه کې ځان لپاره پښه ایښودې وه چې څو وشي کولی هر وخت خپل دښمنان وویروي او د امریکا پر ضد یې له سختو لوبو منع کړي.

نو دغسې مهال د سیمې دې هیوادونو هم اړتیا درلوده چې باید د امریکا پر ضد د خپلو ګټو او موخو لپاره هغو لارو چارو ته مخه کړي چې کولی شي امریکایانو ته سر خوږی جوړ کړي. ددوی لپاره یوه لاره جنګیدونکي طالبان ول چې ترڅنګ یې ودریږي او د وسلو او پیسو حمایت یې هم وکړي.

اوس به دا لوری بدل شي؟

اما خبره اوس د روانو حالاتو ده او کولی شو د څو دلایلو له مخې ووایو چې له طالبانو ددې هیوادونو ملاتړ به قطع کیږي او نور یې ښايي د هغوی په حمایت کې ګټې تضمین نه شي:

لومړی دلیل: افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د موجدیت مسله چې دا دی نیټه اعلان شوې او امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، کله چې بهرني ځواکونه نه وي، نو یادو هیوادونو ته هیڅ اړتیا نه پيدا کیږي چې د هغوی پر ضد د داسې چا ترڅنګ ودریږي چې حتا هغوی یې واقعیت کې ځانته ګواښ بولي او په ټولو تګلورو کې سره ستر واټنونه لري.

دویم دلیل: د داعش ډلې تقریباً ختمیدل؛ همدا څو کاله وړاندې داعش وسله واله ډله افغانستان کې له خورا ډیر قوت سره مخته روانه وه، خو ولیدل شول چې اکثریت یې د عملیاتو په پایله کې ووژل شول او ګڼ شمیر نور یې افغان دولت ته تسلیم شول، نو کله چې د داعش حضور چې اصل کې یادو هیوادونو ځانته د امریکا له لورې جوړ شوی نوی ځواک باله او لپاره یې د طالبانو ملا نیولې وه چې څو هم د طالبانو او هم ددې هیوادونو ګډ دښمن وځپي، له ماتې سره مخ شو، نو دوی څه اړتیا لري چې له داسې یوې ډلې ملاتړ وکړي.

دریم دلیل: د افعانستان ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ کله چې امریکا د ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ، غني هم څرګنده کړه او ویې ویل چې یو مهم فرصت ورغی او افغانستان به خپله بې طرفي وساتي. یعنې تر اوسه د امریکايي ځواکونو موجودیت له امله یادو هیوادونو ته هم دوی د دښمن دوست او ملګری وو. نو دا خبره هم دا مانا ورکوي چې یاد هیوادونه به له دې وروسته د افغانستان له اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړي، ځکه هغوی هم په افغانستان کې په جمهوریت موافق دي او په کلکه یې په افغانستان کې د طالبانو د امارت او سخت حکومت خلاف دریځ نیولی دی.

پایله؛

د پورته ټولو دلایلو او خبرو پایله دا شوه چې که چیرته افغانان دقیق اوسیږي او طالب او افغان حکومت سره سوله وکړي، نو افغانستان د همکاریو په مرکز بدلیدای شي او که له دې اخوا هم طالبان سولې ته زړه ښه نه کړي، دا به ددوی د ملاتړ د کموالي او جګړې لپاره داخل او بهر کې د مشروعیت ستر سوال راپورته کړي. نو ویلی شو چې اوس دا هیوادونه د جګړې له لوریو ملاتړ نه کوي او دا نه ملاتړ ددې سبب کیږي چې کاذب غرور یو طرف ته شي او دایمي ثبات ته نیږدې کړای شو.