نړیوال سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.
د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولینو ویلي چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده.
دغه کمېټه وايي چې په هېواد کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې کچې راکم کړي.
سرچینه وړاندې لیکي چې دوی د څو نورو میاشتو لپاره هم دغه فعالیت پراخوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵ روغتونونو ته صحي توکي برابر کړي دي.
بلخوا هغه روغتیايي کارکوونکي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري معاشونه اخیستي وایي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او ان تر روغتون پورې د راتګ لپاره یې هم پیسې نه لرلې.