سور صلیب: افغانستان کې مرستو ته اړ کسانو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی

سپینه تجريدي ډیزاین

په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د نړیوال سره صلیب کمېټې مطبوعاتي برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې لوږه، بېوزلي او کډوالي افغانان ځوروي او د اړمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

سرچینه همدا راز وایي، چې دمګړی بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېر کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی دی.

یاده اداره وایي چې په افغانستان کې همدا اوس شاوخوا ۲۴،۴ میلیونه کسان بشردوستانه او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري چې له دې سره ددې شمېرې د لا لوړېدو امکان شته دی.

تر دې وړاندې نورو نړیوالو ادارو هم په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې کچې پر ډېرېدو اندېښنه ښوودلې او له نړیوالو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي