د بالیووډ سلطان (سلمان خان) سره که څه هم د دولت او شهرت کمی نشته دی، خو د نړۍ د هغو کسانو په ډله کې شمېرل کیږي چې د ځانګړو ( نادرو) شیانو په لټه کې دی.
سلمان خان دا ځل د اس اخیستلو شوق کړی دی. هغه په خپلو ځينو فلمونو کې هم په تېزو ځغلیدونکو اسونو سورلي کړې ده.
خو خان غوښتل چې په اصلي ژوند کې هم د ځانګړي نسل لرونکی اس له سورلۍ هم خوند واخلي، همدا لامل و چې د خوښ شوي اس مالک ته يې د اس دوه برابره قیمت ورکولو وړاندیز وکړ.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، سلمان خان غوښتل چې د (ثقاب) په نوم د یو ځانګړي نسل لرونکی اس واخلي چې مالک ته يې ان دوه میلونه هندي روپیو ورکول وړاندیز کړې.
خو د اس خاوند ( سراج خان پټان ) د خان ارمان له خاورو سره خاورې کړ او د اس له پلورولو يې انکار وکړ.
دا لومړی ځل نه و چې سراج پټان د خپل ځانګړي اس له پلورلو انکار کړی دی، تر سلمان مخکې د نوموړي د اس اخیستلو هیله د پنجاب پخواني والي پرکاش سنګ بادل هم درلودله خو پټان هغه ته هم ویلي و چې نه غواړي په هیڅ قیمت خپل اس وپلوري.
هغه وخت پرکاش سنګ د اس خاوند سراج پټان د هغه د اس قیمت یو میلون او ۱۴ لکه هندي روپۍ ویلی و، خو پټان اس نه و ورکړی.
د سراج خان ددې ځانګړي اس په اړه ویل کیږي چې دا ډول اسونه په ټوله نړۍ درې اسونه دي، چې له هغو يې یو له سراج پټان سره دی.
دغه اس تر اوسه پورې د اس ځغلولو ۱۹ سیالۍ ګټلې دي او یوازې په یوه سیالۍ کې يې ماتې خوړلې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخکې خان څو څو ځله سراج پتان پسې ورغلی او له هغه يې غوښتي چې اس ورباندې وپلوري خو ښاغلي پټان ورته انکار کړی دی.