سراج الدین حقاني: د ځانمرګو کورنیو ته یوه نمره ځمکه ورکوو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون دوشنبه د ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره کتلي دي.

دا لیدنه په انټرکانټیننټل هوټل کې په یوه ناسته کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې حقاني وویل چې دغو «مجاهدینو او شهیدانو» ته درناوی لرو او هغوی د «اسلام او وطن اتلان» دي.

همدارنګه سراج الدین حقاني ځانمرګي بریدګر د «مومن ولس د اتلانو» په نامه یاد کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د شهیدانو له آرمانونو دې له خیانته ډډه وشي.

حقاني د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته به یوه یوه نمره د اوسېدو ځمکه هم ورکړل شي.

هغه انځورونه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي، د سراج الدین حقاني څېره پکې پټه شوې ده.

هغه د امریکا له خوا تر څار لاندې دی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توګه له ګمارل کېدو وروسته، د هغه د نیولو جایزه له پینځه میلیون ډالرو څه ۱۰ میلیون ډالرو ته زیاته شوې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي