ساینس پوهانو داسې اله جوړه کړه چې لرغوني اسناد پرته له پرانیستو لولي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل
د لرغونو اسنادو او سوانحو پرانیستل پرته له دې چې زیانمن شي، یو ستونزمن کار دی، خو په سویس هیواد کې ساینس پوهانو ویلي، چې دوی داسې یوه طریقه راباسلې چې له مخې یې کولی شي ان پرته له لمس کولو لرغوني اسناد او سوانح ولولي.
د سویس په ټکنالوژۍ فدرال انسټیټوټ کې څيړونکي د اسنادو د انځورونو اخیستو لپاره د ایکسرې (X-Ray) په قالب کې له “وړانګې اچونې” څخه کار اخلي. دا کړنلاره د ایکسرې محاسبه شوې ټوموګرافي”X-Ray Computed Tomography” او یا هم د ایکسرې ټوموګرافي په نوم یادیږي.
څو ورځې وړاندې څیړونکو د څوارلسمې پیړۍ یوه وړوکي سند د لوستلو لپاره د ایکسرې ټوموګرافي وکاروله.
په دغې پروژې جیورجیو مارګاریټونډو کار کوي. کله چې نوموړي لرغوني اسناد لوستل، نو ویې ویل: “په کال ۱۳۵۱ کې د ایټالیا د وینیس ښار یوې ځوانې میرمنې خپل وصیت لیک لیکلی وو، چې دا وصیت لیک بیا سرغوچ (چسپ) شوی وو او له هماغه وخته تر نن ورځې پورې، چې پیړۍ پرې تیرې شوې دي، همداسې سرغوچ (چسپ) پاتې شوی وو او چا نه وو خلاص کړی.”
اوس د ایټالیا هیواد دولتي چارواکي په پلان کې لري، چې د وینیس ښار په دولتي ارشیف کې د یوه پرانیستي ډیجیټلي سیسټم جوړولو لپاره له ایکسرې ټوموګرافي (X-Ray Tomography) څخه کار واخلي.
مارګاریټونډو وايي: “په ارشیفونو کې نه یوازې دا چې کوچني حجم لرونکي اسناد او سوانح دي، بلکې ډیری داسې اسناد هم شته چې حجمونه یې ان د میزونو په برابر دي، نو په همدې اساس موږ باید په راتلونکي کې د دې وړتیا ولرو چې د هماغو اسنادو منځ هم وګورو.”
ډیری اسناد د هوا له کبله وراسته شوي او په ډیرې اسانۍ سره شکیږي او خرابیږي.
په دغې پروژه کې فوزیه البرټین هم د جیورجیو مارګاریټونډو ملتیا کوي. نوموړې وايي: “د لرغونو اسنادو لوستلو لپاره موږ یوې نه ویجاړوونکې طریقې ته اړتیا لرو. له هغو رنګونو مننه چې د زرګونو کالونو لپاره کارول شوي او اوس یې موږ د ایکسرې (X-Ray) په کارولو سره لوستلی شو.”
البرټین هم د سویس د ټکنالوژۍ فدرال انسټیټوټ د څیړونکو له ډلې څخه ده.
په وینیس دولتي ارشیف کې ګڼ شمیر لرغوني اسناد او سوانح شته، چې څیړونکي یې خورا زیات بوخت کړي او کار یې ورته موندلی دی. دغه لرغوني اسناد او سوانح قابو (۱۰۰۰) کاله وړاندې خپاره شوي او اوسمهال یې څه ناڅه (۸۰) کیلومتره تاخچه ځای نیولی دی.