"زیات فلمونه مې ځکه پریښودل، چې له سړیو يې کمه ګڼلم"

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د بالیووډ وتلې ستورې سونم کپور ادعا کړې، چې په بالیووډ کې د فلم هلک ته د فلم د نجلۍ په نسبت ډيرې پیسې ورکول کیږي.
نوموړې زیاتوي، دا څه اوسنۍ خبره نه ده؛ دا کیسه په بالیووډ کې د کلونو راهیسې روانه ده.
سونم ویلي، چې دې خپله ګڼ فلمونه ددې لپاره پریښي، چې د فلم د نارینه اداکار او ددې د پيسو ترمینځ يې انډول نه و ساتلی.
نوموړې زیاتوي: “دا اوس اوس راته د یو فلم د جوړولو وړاندیز وشو. ډيره ورته خوشاله وم؛ خو چې پیسې مې يې ولیدلې، ډیرې بې خونده وې. زنګ مې ورووهلو؛ ومې ویل، دا سپکاوی دی. تاسې ما ته اوس هم د لس کالو پخوا فکر کوئ. تاسې زما نیرجا فلم ولید، چې څومره کامیاب و. ولې مو داسې وکړل؟”
کپور زیاتوي، چې هغوې د فلم هلک ته ډيرې پیسې ورکولې او دې ته يې هومره نه ورکولې.
سونم کپور د بالیوود د وتلي ستوري انیل کپور لور ده. د هغې نیرجا فلم ښه بازار درلود.
په نژدې راتلونکې کې به د رنبیر کپور سره په ګډه د سنجي دت په ژوند جوړیدونکي فلم کې راڅرګنده شي.
549502 sawarya "زیات فلمونه مې ځکه پریښودل، چې له سړیو يې کمه ګڼلم"
په یو بل رپوټ کې سونم کپور رسنۍ تورنې کړي، چې همیشه د نجونو د شخصي ژوند په اړه رپوټونه برابروي، خو د نارینه اداکارانو په اړه څه نه وايي.
نوموړې د رسنیو سره په خبرو کې رسنۍ ګرمې وبللې، چې همیشه د نجونو او د بالیووډ د سرلارو ښځینه اداکارانو د شخصي ژوند په اړه ډير خبرونه خپروي؛ خو نارینه اداکاران يې بیا له یاده ویستلي.
کپور وايي، چې خلک همیشه له دې د واده پوښتنه کوي؛ خو د رنبیر کپور او رنویر سنګ په اړه څوک پوښتنه نه کوي؟
سونم زیاتوي، “زه د شخصي ژوند په اړه هر کله غږیدلای شم، خو زما په ژوند کې یو بل څوک شریک دی، د هغه لپاره نه غږیږم، ځکه هغه ته احترام لرم.”
ویل کیږي، سونم کپور د انند اهجو سره واده کوي، خو دوې ته نژدې سرچینو په دې اړه کومه تبصیره نه ده کړې.