ټاکل شوې چې د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان راتلونکې غونډه به بله یکشنبه په اسلام اباد کې جوړېږي.
د زخارووا په خبره غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه جوړېږي او په هغه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.
د ترویکا د غونډو لړۍ د روسیې له لوري پیل شوې چې په هغه کې د افغانستان پر سولې او دایمي ثبات خبرې کېږي.
تر اوسه نه ده معلومه چې دغه غونډې ته به د نوي حکومت پلاوی هم وبلل شي کنه.