روسیه: د امریکا اقدام ښيي، چې دوی افغانستان کې ثبات نه غواړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

روسیې هم د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بايډن پر پرېکړه غبرګو ښوودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د بایډن وروستۍ پرېکړه ښيي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په برخه کې رښتینې نه ده.

د نوموړې په خبره امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه وکړه، ملکي مرګ ژوبله یې واړوله او اوس ددې پر ځای چې دغه هېواد کې له ثبات سره مرسته وکړي، ناندرۍ رامنځ ته کوي.

زخارووا وایي د ملکي افغانانو شتمني د قانون پر خلاف کنګل شوې وه او اوس د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف پر امریکايي وګړو وېشل کېږي.

تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم د امریکا پر دې پرېکړه غبرګون ښوودلی دی.

چین هم ویلي چې امریکا د افغانانو شتمني نه شي کنګل کولی او بیا یې په خپل سر د وېشلو حق په هېڅ صورت نه لري.

هېره دې نه وي، چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د مالي شمتنۍ په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده.

د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې امریکا د افغان ولس پیسې غلا کړې دي.

هغه په تهران کې یوې خبري ناستې ته د دې پیسو په اړه ویلي چې ایران د امریکا دا په ډاګه غلا په کلکو ټکو غندي.

هغه ټینګار کړی دی چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د نورو خلکو شتمني چور کوي بلکې یاد هېواد په دې برخه کې کاري سابقه لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي